کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریمالله وثیق د رسنیو د لاسته راوړنو او اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او د اطلاع رسونې بهیر د لا ښه والي او د عامه افکارو د روښانولو په موخه یې د خبریالانو او د دولتي ادارو د مطبوعاتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي وثیق رسنۍ د معلوماتو په خپرولو، د عامه افکارو په روښانولو او د اسلامي فرهنګ په عامولو کې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې د رسنیو ملاتړ او د خبریالانو غوښتنو ته د رسېدنې په برخه کې ژمن دی.
د غونډې ګډونوالو هم د کره اطلاعاتو د خپرولو او د ادارو د لاسته راوړنو د رسنیز کولو په برخه کې د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او د دې ډول غونډو له جوړولو څخه یې خوښي څرګنده کړه.
۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ ق