کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

wasim_admin
Sat, Oct 24 2026 2:33 PM
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو.
په‌ دغه سیمینار کې د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داودآغا هاشمي، د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ګل‌محمد الیاس، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسؤلینو او سلګونو تنو ځوانانو ګډون کړی و.
د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داود آغا هاشمي د ځوانانو د مسؤلیتونو، د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو د رول او د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې د دوی پر ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي ځوانان د ټولنې د راتلونکي جوړونکی وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد د روښانه راتلونکي جوړولو لپاره باید ځوانان له اوسني فرصت څخه په ګټې اخیستنې، د علم، پوهې او مطالعې په برخو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي، ترڅو په راتلونکي کې د خپل هېواد او ولس د خدمت جوګه شي.
ښاغلي هاشمي ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې له خپل قیمتي وخت څخه په غوره توګه ګټه واخلي او د علمي او فکري وړتیاوو په لوړولو سره د هېواد په پرمختګ، ابادۍ او د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

۱۴۴۸/۵/۱۲ هـ ق