د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه
دوشنبه (۲۱جمادی الاول ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون درلود، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه او د ۳۵ بېلابېل عنوانونو درلودنکي او ۲۵۰ جلده صادره او وارده کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې کمېسیون ته راجع شوي ۲۰ ټوکه کتابونه د کمېسیون غړو ته ووېشل شول، تر څو یې راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي او همدارنګه د دغه کمېسیون د چارو لا ښه ترسره کیدو په موخه هم هراړخیز بحث وشو.