د فرهنګ او هنر معین بامیان کې د شش پل لرغونې کاروان سرای څخه لیدنه وکړه 

wasim_admin
Wed, Nov 25 2026 10:49 AM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د یو پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د شش پل لرغونې کاروان سرای څخه لیدنه وکړه.  
د فرهنګ او هنر معین د دې لیدنې موخه د یاد لرغونې کاروان سرای د بیارغونې د چارو د ارزونې او د دغه ځای عمومي وضعیت څیړل یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د بامیانو ولایت ټول لرغونې ځایونه د ځانګړې اهمیت لرونکې دي او د هېواد د لرغونو ځایونو او تاریخي آثارو ساتنه د هر هېوادوال مسؤلیت دی.
ورته مهال د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح د شش پل کاروان سرای د دغه ولایت یو له لرغونو کاروان سرایونو څخه وبلل او ویې ویل: د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې د دغه ولایت تاریخي آثارو ساتنه وکړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او همکارو موسسو په همکارۍ دغه ارزښت لرونکې تاریخي آثارو بیارغونه وکړي.

۱۴۴۸/۰۶/۱۴ هـ.ق