لوګر کې د رسنیو کارکوونکو ته د رواني درملنې تر عنوان لاندې روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
Thu, Nov 26 2026 9:52 AM
..

 د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ګډې همکارۍ د دغه ریاست ښوونیز مرکز تالار کې د خصوصي او امارتي رسنیو ۲۰ تنو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د رواني درملنې په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي خان ولي احمدزي خبریالانو لپاره د ورته روزنیزو برنامو جوړول مهم وبلل او د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه یې وغوښتل، چې خپلو رسنیزو فعالیتونو کې د خلکو رواني روغتیا په پام کې ونیسي.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل: د تېرو ناخوالو له امله زموږ هېوادوال له رواني ستونزو سره هم مخ شوي دي او رسنۍ کولای شي د دغه ستونزو له منځه وړولو برخه کې رغنده رول ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسنیو او خبریالاتو وړتیا لوړولو او د ملاتړ برخو کې هر راز همکاریو ته ژمنتیا لري.

۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق