په افغانستان کې د ژورناليزم د يوه مخکښ محمد اکبر ايازي د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام

moic_admin
Mon, Aug 26 2019 10:47 AM

په ژورې خواشينۍ سره مو په افغانستان کې د اطلاع رسونې په برخه کې د يوه مخکښ ژورناليست محمد اکبر ايازي د مړينې خبر ترلاسه کړ.
ارواښاد اکبر ايازي د خپل عمر زيات کلونه په ملي او بين المللي رسنيو کې اطلاع رسونې او د ذهنونو روښانولو ته ځانګړي کړل او له کار سره يې مينه لرله او نوښتګر و. د امريکاغږ د جنوبي او مرکزي آسيا برخې د مسوول په توګه يې دنده ترسره  کړه. ده د غربت په ټاټوبي کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د هغه مړينه يوه ضايعه ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب دهغه کورنۍ، دوستانو، خپلوانو او د هېواد د مطبوعاتو سترې کورنۍ ته څرګندوي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت هيله کوي.