کابل په ٢٠٢٤ کال کې داسلامي نړۍ تمدن دپايتخت په توګه معرفي کېږي

گمنام (غیر مصدقہ)
Sat, Jan 04 2020 12:44 PM
کابل په ٢٠٢٤ کال کې داسلامي نړۍ تمدن دپايتخت په توګه معرفي کېږي



داسلامي نړۍ دتمدن دپايتخت په توګه دکابل دنومولو دکمېسيون دسکرتريت غونډه پرون داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ اوهنر دمعين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه.
ايسيسکو يا داسلامي همکاريو دسازمان علمي ، فرهنګي او زده کړيز سازمان په پام کې لري چې کابل په  ٢٠٢٤ کال کې داسلامي نړۍ دتمدن دپايتخت په توګه ونوموي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې پوهاند باوري خبرې وکړې او ويې ويل ټاکل شوې ده چې په اسلامي نړۍ کې دکابل ټولې  فرهنګي اوتاريخي  شتمنۍ  معرفي شي .
هغه دغه راز وويل چې په نږدې  راتلونکې کې به دکابل فرهنګي اوونۍ ونمانځل شي او په هغې کې ددې ښار فرهنګي اوتاريخي څندې معرفي شي ، مخکې له دې د غزني ښار دايسيسکو له لوري داسلامي نړۍ دتمدن دمرکز په توګه نومول شوى و.

کابل / دمرغومي ١٣مه / باختر