د ملي موزيم د نوې ودانۍ د ډيزاين د پرمختيا قرارداد لاسليک شو

گمنام (غیر مصدقہ)
Wed, Jan 22 2020 11:07 AM
د ملي موزيم د نوې ودانۍ د ډيزاين د پرمختيا قرارداد لاسليک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په شتون، نن د ملي موزيم د نوې ودانۍ د ډيزاين د پرمختيا قرارداد د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمد جواد پيکان او د مهندسۍ شرکت AV62 رييس لاسليک کړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د دغه قرارداد د لاسليک کولو په مراسموکې په داسې حال کې چې د جمهوري رياست ستر سلاکار او د کابل پوهنتون رييس حميد الله فاروقي، په کابل کې د اسپانيا سفير، د دارالامان د اداري کمپلکس پروګرام رييس ډاکټرشکيب رفعي او يوشمېر مسوولينو هم ګډون لاره؛ لومړى د مهندسۍ شرکت AV62 رييس د ملي موزيم د نوې ودانۍ د ډيزاين د پرمختيا په اړه معلومات ورکړل  او د کار د ښه اجرا په خاطر يې د دغه شرکت د هڅو او هاند ډاډ ورکړ.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په خپلو خبروکې د دې پروژې د تدارکاتي کار د ترسره کولو په خاطر د ښار جوړولو او ځمکو له وزارت څخه مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې بايد د ملي موزيم د نوې ودانۍ د ډيزاين د کار هر پړاو د ملي موزيم له مسوولينو سره په همغږۍ کې پرمخ يوړل شي.
دغه راز  د ملي موزيم رييس  محمد فهيم رحيمي وويل: ټاکل شوې ده د ملي موزيم د نوې ودانۍ د ډيزاين پرمختيا په راتلونکو اتو مياشتوکې پاى ته ورسېږي او وروسته به  د ملي موزيم د نوې ودانۍ د جوړولو کار پيل شي.
کابل/ دسلواغې لومړۍ/ باختر