پوهاند محمد رسول باوري په پرتمين ډول د نوروز جشن د مراسمو پر نمانځنې باندې ټينګاروکړ

گمنام (غیر مصدقہ)
Wed, Mar 04 2020 9:16 AM
پوهاند محمد رسول باوري په پرتمين ډول د نوروز جشن د مراسمو پر نمانځنې باندې ټينګاروکړ .


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين  پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ  نن د ١٣٩٩کال د نوروز جشن  د نمانځنې دکورنۍ کاري کمېټې  غونډه جوړه شوه
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، په دې غونډه کې  دبنرونو، پيغامونو او ميلمنو ته د بلنې  د څرنګوالي  په اړوند  د لرغونې جشن  دښې نمانځنې په مقصد  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبېلابېلو برخو  د پروګرامونو اوتياري په باره کې  خبرې وشوې .
دغه راز  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبېلابېلو برخو  رييسانو د نوروز جشن دنمانځنې د مراسمو لپاره د خپلو پروګرامونو اوتياريو په باب  چې دکتاب او د هنري اثارو د نندارتونونو جوړول، تياتري  او د فلم ښودل،  د موسيقۍ کنسرتونه او ملي اتڼ او د نوروز  د جشن د پروګرامونو د رسنيز او خبر رسونې پوښښ پکې شامل دي  معلومات ورکړل.
هغوى دغه راز د نوروز د لرغوني جشن د نمانځنې په مراسمو کې د دغو پروګرامونو د جوړولو په مقصد  خپل وړانديزونه اواړتياوې  طرحه کړې .
پوهاند باوري  د  ١٣٩٩ کال  دنوروز د جشن دنمانځنې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دکاري کمېټې د غړو  له هڅو څخه په مننې سره په پرتمين ډول د نوروز جشن د مراسمو په پرځاى کولو باندې ټينګار وکړ .


کابل /دکب ١٣مه/ باختر