حسينې ساپۍ د (ځوان کهول ملي ټولنه ) فعاليتونه وستايل

گمنام (غیر مصدقہ)
Sat, Mar 07 2020 9:06 AM
حسينې ساپۍ د (ځوان کهول ملي ټولنه ) فعاليتونه وستايل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د ځوان کهول ملي ټولنې   له رييس سره وکتل
د باختر اژانس د خبريال د خبرله مخې، په دې کتنه کې  د ځوان کهول ملي ټولنې  رييس نور ايل کليوال د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړوند معلومات ورکړل او  ويې ويل  چې د دغه بنسټ  مرکزي دفتر په قندهار کې دى او د هېواد په  ٢٠ ولايتونوکې فعالې نمايندګۍ  لري.
هغه د فرهنګي  پروګرامونو د جوړولو او د ملي او مناسبتې ورځو د نمانځنې  په خاطر چې د دغه بنسټ له لوري د هېواد په مرکز او ولايتونو کې جوړېږي  د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رياستونو له لارې د لازمواسانتياوو د برابرولو په لاره کې  د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت  څخه  د همکاريو  غوشتنه وکړه.
هغه وړانديز وکړ، چې د هېواد په ولايتونوکې دې  دفرهنګي شتمنيو او د تاريخي  ابداتو نندارتونونه جوړ شي او د هېواد د نورو ژبو د ودې په لاره کې  دې هڅه اوهاند وشي.
دغه راز هغه له ( ځوان کهول ملي  ټولنه ) څخه د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د ملاتړ غوښتنه وکړه او له دغه وزارت سره يې د دغه بنسټ  همکاري څرګنده کړه.
په همدې حال کې حسينې ساپۍ ځوانان په بېلابېلو برخو په تېره بيا په فرهنګي  برخه کې پياوړى ځواک وباله  او د دغه بنسټ  فعاليتونه يې وستايل .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې  له  ځوان کهول ملي ټولنې  سره د دغه وزارت همکاري څرګنده کړه او ويې ويل چې په ولايتونوکې دې هم د اطلاعاتو او فرهنګ د رياستونو له لارې د فرهنګي پروګرامونو د جوړولو  په برخه کې به له دغه بنسټ سره  همکاري  وشي.
کابل /دکب ١٥مه / باختر