د هېواد د مشهور فرهنګي شخصیت حیدري وجودي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ پیغام!

گمنام (غیر مصدقہ)
Thu, Jun 11 2020 10:04 AM
د هېواد د مشهور فرهنګي شخصیت حیدري وجودي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ پیغام!

په ډېرې خواشینۍ  مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد مشهور فرهنګي شخصیت حیدري وجودي د یو اتیا کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد حیدري وجودي د علم او ادب استاد و، په نظري او عملي عرفان کې یې لوړ ځای لاره، شاعر، عارف  او د هېواد یو مشهور مولانا پېژندونکی و، د ژوند ډېرکلونه یې د فرهنګ په چوپړ کې تېر کړل، په ګڼو فرهنګي  او ادبی ټولنو او بنسټونو کې یې فعال غړیتوب لاره، ډېره موده  یې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتون د ورځپاڼو، جرایدو او مجلو څانګې د  مسوول په توګه دنده تر سره کړه، ګڼ آثار او مقالې یې چاپ شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ده مړینه د فرهنګ او ادب په ډګر کې  ستره ضایعه بولي، ارواښاد ته د فردوس جنت او د ده کورنۍ، خپلوانو او د هېواد ټولو فرهنګیانو ته د جمیل صبر هیله کوي.
کابل / د غبرګولي ٢١ مه/ باختر