محمدطاهر زهير: پرله پسې جګړو د هېواد فرهنګ تجريد کړى دى

moic_admin
Thu, Jul 02 2020 9:13 PM
Tahir-Zuhair

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمدطاهر زهير نن د دغه وزارت له سلاکارانو سره په کتنه کې وويل چې پرله پسې جګړو د دغه هېواد فرهنګ له تجريد سره مخ کړى دى او خوځښت ته اړتيا ده.

زهير دغه راز وويل چې فرهنګ، د يو هېواد بنسټ دى او د دې وخت رسيدلى دى چې فرهنګي مرکزونه غښتلي شي او تجريد شوى فرهنګ بيا وځليږي.

ده په کتنه کې دغې موخې ته د رسيدو لپاره د جامع او عملي پروګرامونو پر جوړولو ټينګار وکړ.

په کتنه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکارانو هريو د خپلو کړو وړو په باب معلومات ورکړل او د ښه چارو د پرمخ بيولو په خاطر يې خپلې طرحې او پيشنهادونه وړاندې کړل .