د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وشوې
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رييس احمد نادر نادري نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر تشکيلاتي جوړښت خبرې وکړې.
دواړو د دغه وزارت د ماموریت په ټولو برخو کې د اصلاحاتو پر رامنځ ته کېدو ټینګار وکړ.
په ښه توګه د لرغونو اثارو او میراثونو ساتنه او څارنه، د ګرځندوی صنعت پیاوړتیا، د وینا ازادۍ او رسنیزو بنسټونو پیاوړتیا به، د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د اصلاحاتو له پایلو څخه وي.
په لومړي پړاو کې، (لنډمهاله اصلاحات)، لومړني اصلاحات رامنځ ته کېږي او دویم پړاو کې (اوږدمهاله اصلاحات) چې د دغه وزارت جوړښت به له دندو سره یې سم، تنظیم شي
کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر