د افغانستان د فوټبال دغوره ليګ د ترسره کولو هوکړه ليک لاسليک شو

گمنام (غیر مصدقہ)
Mon, Sep 07 2020 9:09 AM
د افغانستان د فوټبال دغوره ليګ د ترسره کولو هوکړه ليک لاسليک شو

د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ د ترسره کولو د همکارۍ هوکړه ليک نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او موبي ګروپ ترمنځ  لاسليک شو.
د باختر اژانس خبريال د خبرله مخې؛  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزيرمحمد طاهر زهير د دغه هوکړه لیک د لاسلیک کولو په مراسمو کې وويل چې د افغانستان د فوټبال دغوره ليګ سياليو نهمه دوره د حکومت په ملاتړ ترسره کېږي او د دغو سياليو په ترسره کولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رول ملاتړ او د تبليغاتو مديريت دى.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ د دغه فصل سيالۍ"  يو ملت يو غږ  "او " د جمهوري نظام ساتنه " په شعار سره ترسره کېږي.
محمد طاهرزهير زياته کړه چې  ورزش د يو ملت د فرهنګ انعکاس ورکوونکى دى  او د دغه شان سياليو ترسره کول کولاى شي د فرهنګ په انعکاس او لوړولو کې  اغېزمن وي.
د موبي ګروپ عامل رييس شفيق ګوهري وويل چې د دغه هوکړه ليک پربنسټ د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ د وږي په ٢٤مه پيلېږي.
د هغه د څرګندونوله مخې: د دغو سياليو د ترسره کولو موخه د فوټبال وده او د استعدادونو موندل دي او د سياليو په دې دوره کې به  د افغانستان د تېرو دوو لسيزو ارزښتونه او د افغانستان رښتينې څېره نندارې ته وړاندې شي.
شفيق ګوهري له خصوصي برخې څخه وغوښتل چې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو ملاتړ وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون رييس محمد يوسف کارګر وويل چې د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سيالۍ د ننداره کوونکو په شتون او د عامې روغتيا وزارت او د فوټبال د نړيوال فدراسيون د روغتيايي سپارښتنو په پام کې نيولو سره ترسره کېږي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو دغه دوره د مخکيني فصل د لوبغاړو په شتون او د حکومت په ملاتړ ترسره کېږي.

کابل / د وږي١٦ مه / باختر