د اطلاعاتو او کلتور رئیس د ولسوالیو له ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۱۵
...

د ننګرهار ولایت د ولسوالیو د ځوانانو استازو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني سره د همغږۍ ناسته وکړه.
پیل کې د ځوانانو چارو آمر د ناستې د جوړولو موخې بیان کړې او د ورته نورو ناستو د جوړولو ژمنه يې هم وکړه.
د ولسوالیو د ځوانانو استازو د ځوانانو د روزنې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست ترسره شوې کړنې او هڅې وستاېلې او خپلې غوښتنې او ستونزې يې د حل په موخه د ریاست له مشرتابه سره شریکې کړې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د ځوانانو استازو ته ښه د راغلاست ویلو تر څنګ د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د ستونزو د حل په برخه کې به پوره هڅې کوي او وړاندیزونو ته به یې رسیدګي وشي. 
ښاغلي نوراني وویل: د اطلاعاتو او کلتور رياست د ټولو ګډ کور دی، د دې رياست دروازې د هرچا په مخ پرانېستې دي او مسؤلین یې د ځوانانو هر ډول سالمو نظرياتو او مشورو ته په ورين تندي هرکلی وایي.

۱۴۴۷/۳/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۵۵
Background image

آغازسفرهای گروهی برای معرفی مناطق جدید سیاحتی در ولایت ننگرهار 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ننگرهار با همکاری مشترک شرکت‌های سیاحتی، روند سفرهای گروهی را با هدف معرفی مناطق طبیعی و تفریحی جدید این ولایت آغاز کرد.
نخستین سفر این روند با حضور یک تیم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۵۶
Background image

برگزاری مشاعرهٔ ماهانه در ولسوالی گرم‌سیر

مدیریت اطلاعات و فرهنگ ولسوالی گرم‌سیر مربوط به ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند مشاعره ماهانه را در حضور شماری زیادی از مردم راه‌اندازی کرد.
در این مشاعره، مولوی محمد ولی محبت به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

حدود ۲۵ هزار تن در نمایشگاه سه روزهٔ کتاب اشتراک ورزیده بودند

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت خوست با همکاری نهاد علمی و تحقیقاتی کلمات نمایشگاه سه روزهٔ کتاب را برگزار کرده بود. کتاب‌فروشان نیز برای کتاب‌ها ۳۰ درصد تخفیف در نظر گرفته بودند که فرصت. . .

BACK TO NEWS