د فارياب والي د اطلاعاتو او کلتور وزير سره وکتل

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۵۱
..

پنجشنبه ( ۲۳ د ربیع الثاني ۱۴۴۷) د فارياب والي مولوي عبدالاحد فضلي د اطلاعاتو او کلتور له وزير ښاغلي شيخ شیراحمد حقاني صاحب سره په وزارت مقام کې وکتل.
ښاغلي فضلي په فارياب ولايت کې د سيلانيانو لپاره د خدماتو او اسانتیاو په څرنګوالي خبرې وکړې او ويې ويل: فارياب ولايت د سياحتي جاذبو او تاريخي آبداتو په درلودو سره د سيلانيانو لپاره د تفريح يو له بهترينو ولايتونو څخه دی، که فرصتونه برابر شي، فارياب ته به د بهرنيو او کورنيو سیلانيانو څپې راماتې شي، چې ورسره به ډيری کاري فرصتونه هم برابر شي او ځوانانو ته به د کار زمينه برابره شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ شیراحمد حقاني صاحب د فارياب والي ته ډاډ ورکړ، چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کېږي، په بېلابېلو برخو کې به سيلانيانو لپاره به لازم سهولتونه برابر شي، تر څو د سيلانيانو څپې فاریاب ته ورماتې شي او د دې صنعت له لارې هيوادوالو ته د کار زمينه برابره او د فارياب د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

۱۴۰۴/۷/۲۴ هـ ل

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۷
Background image

بررسی و نظارت کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از ناحیه سوم شهر کابل

کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ از لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از ساحه چهارراهی شهید ناحیه سوم شهر کابل بررسی و نظارت کردند.
در آغاز،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۰
Background image

معین امور نشرات با خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها دیدار کرد

آقای مهاجر «فراهی» معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور مولوی صفی الله «رائد» رییس نظارت بر رسانه‌های همگانی و مولو‌ی فیروز الدین «منیب» رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سمنگان با. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۹
Background image

رییس آژانس باختر در فورم رسانه‌یی شصت‌وپنجمین سالگرد (OANA) اشتراک کرد

مولوی احسان‌الله حسان رییس آژانس خبری باختر وزارت اطلاعات و فرهنگ، در نشست رسانه‌یی که به مناسبت شصت‌وپنجمین سالگرد سازمان آژانس‌های خبری آسیا و اقیانوسیه (OANA) در مسکو برگزار شده است،. . .

BACK TO NEWS