پکتیا کې ګڼ شمېر ځوانانو ته فکري او اصلاحي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۳۸
..

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ ګڼ شمېر زده‌ کوونکو او ځوانانو ته فکري او اصلاحي سیمینار وړاندې شو، چې موخه يې په اسلامي ټولنه کې د ځوانانو د مسؤلیتونو روښانه کول او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) له لوري د ناوړه دودونو او انساني قاچاق د مخنیوي په تړاو د صادر شویو فرمانونو او حکمونو د تطبیق په اړه عامه پوهاوی و.
ویناوالو د ځوانانو پر مسؤلیتونو او ټولنه کې د هغوی پر ارزښتناکه رول خبرې وکړې او ویې ویل: د غوره راتلونکي لپاره د فکري روزنې دا ډول سیمینارونه بنسټیز اهمیت لري.
مسؤلینو د سیمینار ګډونوالو ته د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د احکامو، فرامینو او هدایاتو تطبیق او تر نورو رسول، په ځانګړې توګه د ناوړه دودونو او انساني قاچاق مخنیوي فرمانونو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او زیاته کړه؛ د دیني او عصري زده کړو پیاوړتیا د هېواد، اسلام پالنې او پرمختګ لپاره اړینه دي.
د سیمینار په پای کې د فکر جوړونې او روزنې پر اهمیت ازاد بحث او خبرې هم وشوې.

۱۴۴۷/۸/۱۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۷
Background image

تقدیر از شاگردان خلاق مکاتب ولسوالی‌های نجراب و حصه اول کوهستان ولایت کاپیسا

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا شماری از شاگردان خلاق و مبتکر مکاتب ولسوالی‌های نجراب و حصه اول کوهستان این ولایت را که در بخش‌های ترنم، خطاطی، خوشنویسی، نقاشی و شبیه‌سازی برخی وسایل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

معین فرهنگ و هنر از استاد محمد آصف صمیم نویسنده و محقق مشهور کشور عیادت کرد

مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ جهت دیدار و احوال‌پرسی استاد محمد آصف صمیم نویسنده، محقق و منتقد مشهور کشور، به منزل ایشان حضور یافت.
معین فرهنگ و هنر،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی تحت نام (ارزش مطالعه) در شهر زرنج

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت نیمروز سیمینار آموزشی تحت نام(ارزش مطالعه) به ده‌ها تن شاگرد مرکز آموزشی رایگان راه‌اندازی کرد.
مفتی حبیب الله الهام رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت نیمروز هدف از. . .

BACK TO NEWS