د چنارتو ولسوالۍ له ولسونو سره غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۵۸
..

د روزګان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د همکارو ادارو په همکارۍ د دې ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د ولسونو د یووالي لا پیاوړتیا، د عامه افکارو جوړونې او د اسلامي نظام د ملاتړ په موخه غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله ریحان د غونډې جوړولو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: دا ډول پروګرامونه د ټولنې د فکري ویښتیا، د ځوانانو د سم لوري ټاکلو او د ولسونو ترمنځ د باور فضا د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست به هڅې وکړي، چې ورته پروګرامونه په نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړي، تر څو د ټولنې فکري او فرهنګي بنسټونه لا قوي شي.
په غونډه کې دیني علماوو کرامو او ویناوالو د اسلامي ورورولۍ او یووالي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې وویل: د مسلمانانو قوت په یووالي کې دی او که ولسونه سره یو موټی شي، نو کولای شي چې هر ډول ستونزه په اسانه حل کړي. 
دغه راز ویناوالو د ځوان نسل د سالم فکر روزلو او دیني او عصري علومو زده کړو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې که د ځوانانو فکر سم جوړ شي، د ټولنې د اصلاح، پرمختګ او ثبات لپاره اغېزمن رول لوبولی شي. 
همدارنګه په غونډه کې قومي مشرانو او د سیمې مخورو د اسلامي امارت څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل: دا ډول غونډې د ولسونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د باور زیاتوالي او د نظام د ثبات لپاره ډېرې ګټورې دي.

۱۴۴۷/۱۰/۲۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۳
Background image

برگزاری نشست کمیته‌ مشترک حکومت و رسانه‌ها در پروان 

نشست کمیته مشترک حکومت و رسانه‌ها در ولایت پروان، به ریاست شیخ عزیزالرحمن منصور والی پروان و با حضور رییس اطلاعات و فرهنگ، مسوولان مطبوعاتی و سخن‌گویان ادارات امارتی، نمایندگان رسانه‌ها. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۲۶
Background image

برگزاری نشست هماهنگی ریاست اطلاعات و فرهنگ کابل با مسوولان رسانه‌ها 

به ریاست رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل نشست هماهنگی با نمایندگان و مسوولان رسانه‌های مختلف راه‌اندازی گردید.
در این نشست پیرامون فعالیت‌های رسانه‌ها، نشر معلومات دقیق و به‌موقع،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۳
Background image

تقدیر از مسوولان رسانه‌ها به‌منظور نشر برنامه‌های فکری و تأثیرگذار در لوگر 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر و اداره فکری و فرهنگی الکوثر، از مسوولان رسانه‌ها به‌منظور تهیه و نشر برنامه‌های فکری و تأثیرگذار در این ولایت تقدیر کردند.
مولوی ثواب‌جان اسلام‌یار. . .

BACK TO NEWS