سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
...

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه سیمینار څخه موخه ځوانان مطالعې ته هڅول، د ځوانانو فکري پوهه لوړول او د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ځوانان د ټولنې او اسلامي نظام ستره پانګه وبلله او ویې ویل: د هېواد راتلونکی له باخبره او لوستو ځوانانو سره تړاو لري. نوموړي زیاته کړه، چې ځوانان باید د علم زده‌کړې، مطالعې او پوهې ترلاسه کولو له لارې ځانونه د خلکو او نظام خدمت ته چمتو کړي، ځکه ټولنه هغه وخت پرمختګ او ځان‌بسیاینې ته رسېږي چې ځوانان یې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال وي.
دغه راز د ولایت مقام د دفتر رئیس د اسلام له نظره د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ځوانان یې د ګټورو آثارو مطالعې، د نبوي سنتو پیروۍ او د اسلامي اصولو له مخې د ژوند تنظیمولو ته وهڅول.
همدارنګه ګډونوالو د ځوانانو د علمي ظرفیت په لوړولو کې د داسې سیمینارونو جوړول اغېزمن وبلل او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د ورته پروګرامونو جوړولو ته پراختیا او پیاوړتیا ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمینار په پای کې ګډونوالو ته د (فکري یرغل) په نامه کتاب، مجلې، کتابچې او قلمونه هم ډالۍ شول.

۱۴۴۷/۱۱/۲۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۵
Background image

برگزاری سیمینار علمی و فرهنگی کتاب و کتاب‌خوانی در سرپل 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل به همکاری دفتر اکتید سیمینار علمی و فرهنگی کتاب و کتاب‌خوانی را میان ۳۰۰ تن اشتراک‌کننده با هدف تشویق جوانان به کتاب‌خوانی، ارتقای سطح آگاهی فکری آنان و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۴
Background image

موزیم ملی

در جریان سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، (۸۰۰) قلم آثار مختلف در موزیم ملی ترمیم، محافظت و پاک‌کاری شده و (۶۳۰) قلم آثار دیگر نیز در موزیم‌های محلی ولایت‌های لوگر، غزنی، هرات و فاریاب ترمیم، محافظت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۰
Background image

ساحات باستانی

در جریان سال ۱۴۰۴ هجری شمسی، تعداد ۱۹۵۳ قلم آثار باستانی به موزیم ملی، لابراتوار ملی و موزیم‌های ولایتی لوگر و ننگرهار انتقال داده شده است.
در همین مدت، در نتیجه حفریات باستان‌شناسی در. . .

BACK TO NEWS