سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه سیمینار څخه موخه ځوانان مطالعې ته هڅول، د ځوانانو فکري پوهه لوړول او د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ځوانان د ټولنې او اسلامي نظام ستره پانګه وبلله او ویې ویل: د هېواد راتلونکی له باخبره او لوستو ځوانانو سره تړاو لري. نوموړي زیاته کړه، چې ځوانان باید د علم زدهکړې، مطالعې او پوهې ترلاسه کولو له لارې ځانونه د خلکو او نظام خدمت ته چمتو کړي، ځکه ټولنه هغه وخت پرمختګ او ځانبسیاینې ته رسېږي چې ځوانان یې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال وي.
دغه راز د ولایت مقام د دفتر رئیس د اسلام له نظره د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ځوانان یې د ګټورو آثارو مطالعې، د نبوي سنتو پیروۍ او د اسلامي اصولو له مخې د ژوند تنظیمولو ته وهڅول.
همدارنګه ګډونوالو د ځوانانو د علمي ظرفیت په لوړولو کې د داسې سیمینارونو جوړول اغېزمن وبلل او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د ورته پروګرامونو جوړولو ته پراختیا او پیاوړتیا ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د سیمینار په پای کې ګډونوالو ته د (فکري یرغل) په نامه کتاب، مجلې، کتابچې او قلمونه هم ډالۍ شول.
۱۴۴۷/۱۱/۲۰ هـ ق