په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
..

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې تسلیمي واخیسته. دغه ځمکه چې ۶۰۰ متره مربع مساحت لري، د سیمې د خلکو په همکارۍ د عامه کتابتون د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې چې د سیمه‌ییزو ادارو مسؤلینو، علماءکرامو او فرهنګیانو پکې ګډون کړی و، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ټولنې د فکري ودې په موخه د کتاب لوستنې پر اهمیت او د مطالعې پر رول ټینګار وکړ.
مسؤلینو وویل: د کتابتونونو جوړول او پیاوړي کول د ځوانانو د پوهاوي لوړولو او علمي ودې لپاره زمینه برابروي.
د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکو او سیمه ییزو ادارو مسؤلینو هم د دې کتابتون جوړېدل د مطالعې د فرهنګ د عامولو لپاره مهم ګام وباله او د فرهنګي او علمي پروګرامونو په دوامداره همکارۍ یې ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS