په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې تسلیمي واخیسته. دغه ځمکه چې ۶۰۰ متره مربع مساحت لري، د سیمې د خلکو په همکارۍ د عامه کتابتون د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.
په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې چې د سیمهییزو ادارو مسؤلینو، علماءکرامو او فرهنګیانو پکې ګډون کړی و، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ټولنې د فکري ودې په موخه د کتاب لوستنې پر اهمیت او د مطالعې پر رول ټینګار وکړ.
مسؤلینو وویل: د کتابتونونو جوړول او پیاوړي کول د ځوانانو د پوهاوي لوړولو او علمي ودې لپاره زمینه برابروي.
د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکو او سیمه ییزو ادارو مسؤلینو هم د دې کتابتون جوړېدل د مطالعې د فرهنګ د عامولو لپاره مهم ګام وباله او د فرهنګي او علمي پروګرامونو په دوامداره همکارۍ یې ټینګار وکړ.
۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق
