د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه
دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱۵مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسیون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د کتابونو د لیکنې (تألیف) او ژباړې د جواز اخیستو په هکله هم د کمیسیون غړو اړین نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
۱۴۰۵/۳/۱۱ ه ش
