غور کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي د پراختیا هڅې روانې دي

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۴۵
...

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (د ناوړه دودونو مخنیوی) په اړه د عامه پوهاوي د هڅو په دوام، د دغه فرمان د مادو د تشریح په موخه کنفرانس جوړ شو، چې پکې حکومتي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو، د جوماتونو خطیبانو او د ګذر وکیلانو ګډون کړی و.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم په دغه کنفرانس کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د پلي کېدو د ګټو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دیني عالمان، خطیبان، د ګذر وکیلان او قومي مخور د دغه فرمان په پلي کېدو کې مهم رول لري او اړینه ده، چې د یاد فرمان د عملي کېدو په برخه کې له نظام سره هر اړخیزه همکاري وشي، ترڅو هغه ناوړه دودونه چې له کلونو راهیسې یې ټولنه او ولس له ستونزو سره مخ کړې له منځه یوړل شي.
دغه راز، د غور دیني عالمانو، قومي مخورو او خطیبانو د دغه فرمان هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د په پلي کېدو سره به یې په ټولنه کې د ناوړه دودونو او فرهنګونو د خپرېدو مخه ونیول شي، دوی همدارنګه ډاډ څرګند کړ، چې د دغه فرمان د پلي کېدو په ټولو برخو کې به له اسلامي نظام سره همکاري وکړي.

۱۴۴۸/۵/۲۴ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۴۶
Background image

مواد معلوماتی فرمان شماره ۱۷ در شهر کابل توزیع گردید

معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ و ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل مواد معلوماتی چاپ شدهٔ فرامین شماره ۱۷ (جلوگیری را رسوم ناپسند) و جلوگیری از قاچاق انسانی، زعیم کشور حفظه‌الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۴۳
Background image

تلاش‌ها برای آگاهی دهی بیشتر فرمان شماره ۱۷ در ولایت غور جریان دارد

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت غور در ادامه تلاش‌های آگاهی دهی درباره فرمان شماره ۱۷ زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی (جلوگیری از رسوم ناپسند) کنفرانس تشریح مواد این فرمان را با حضور مسوولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۱
Background image

برگزاری مشاعره ادبی ماهانه در ولسوالی سنگین

مدیریت اطلاعات و فرهنگ ولسوالی سنگین مربوط به ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هلمند مشاعره ادبی ماهانه را جهت تقویت فرهنگ و ادب، تشویق شاعران و نویسندگان، ارتقای استعدادهای ادبی جوانان و. . .

BACK TO NEWS