غور کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي د پراختیا هڅې روانې دي
د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظهالله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (د ناوړه دودونو مخنیوی) په اړه د عامه پوهاوي د هڅو په دوام، د دغه فرمان د مادو د تشریح په موخه کنفرانس جوړ شو، چې پکې حکومتي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو، د جوماتونو خطیبانو او د ګذر وکیلانو ګډون کړی و.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم په دغه کنفرانس کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د پلي کېدو د ګټو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دیني عالمان، خطیبان، د ګذر وکیلان او قومي مخور د دغه فرمان په پلي کېدو کې مهم رول لري او اړینه ده، چې د یاد فرمان د عملي کېدو په برخه کې له نظام سره هر اړخیزه همکاري وشي، ترڅو هغه ناوړه دودونه چې له کلونو راهیسې یې ټولنه او ولس له ستونزو سره مخ کړې له منځه یوړل شي.
دغه راز، د غور دیني عالمانو، قومي مخورو او خطیبانو د دغه فرمان هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د په پلي کېدو سره به یې په ټولنه کې د ناوړه دودونو او فرهنګونو د خپرېدو مخه ونیول شي، دوی همدارنګه ډاډ څرګند کړ، چې د دغه فرمان د پلي کېدو په ټولو برخو کې به له اسلامي نظام سره همکاري وکړي.
۱۴۴۸/۵/۲۴ هـ ق
