د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د مشاعرو تنظيم قانون شاعرانو ته ابلاغ شو
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو له لوري شاعرانو او ليکوالانو ته د يوې غونډې په ترڅ کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ۲۲ مه ګڼه فرمان چې د مشاعرو د تنظیم قانون په موخه صادر شوی دی ابلاغ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح اللّه نوراني د یاد قانون په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه قانون کې د شعر او مشاعرو د تنظيم په اړه د اسلامي احکامو په رڼا کې هر اړخيزه او جامع تګلاره وړاندې شوې، د اسلامي شريعت او افغاني کلتور ټولې خواوې پکې په پام کې نيول شوي دي.
دغه راز په غونډه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست استازي مولوي راز محمد هاشمي، شاعرانو، لیکوالانو او يو شمېر نورو ګډونوالو په ټولنه کې د شعر اغېزې، د شاعر ټولنيز مسؤليت او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
۱۴۴۷/۲/۱۱ هـ ق
