لسګونه تنو ځوانانو ته د ویناوالۍ وړیا زده کړو زمینه برابره شوه
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمريت اړوند وړیا ښوونیز مرکز کې ۱۷۵ تنو ځوانانو ته د ویناوالۍ زده کړو بهیر پیل شو.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د وړیا زده کړو زمینې برابرولو ته ژمن دی، په همدې موخه یو ځل بیا ۱۷۵ تنو ځوانانو ته د ویناوالۍ وړیا زده کړو زمینه برابره کړه.
د ځوانانو چارو آمر په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ځوانانو ته د ویناوالۍ زده کړو زمینې برابرولو تر څنګ نورو برخو کې هم سلګونه تنه ځوانان په زده کړو بوخت دي.
۱۴۴۷/۵/۲۶ هـ ق
