د امارت او رسنيو د ګډې کميټې ناسته ترسره شوه

wasim_admin
Tue, Nov 18 2025 8:17 AM
..

کاپيسا ولايت کې د امارت او رسنيو د ګډې کميټې ناسته د اطلاعاتو او کلتور د رئيس مولوي کريم الله وثيق په مشرۍ، د يو شمېر رسنيو د استازو، خبريالانو او د محلي ادارو د مطبوعاتي مسوولينو په ګډون ترسره شوه.
مولوي کريم الله وثيق وويل: رسنيو د انسانانو د ټولنيز ژوند پر بهير خورا ارزښتمن اغېز کړی دی، نوموړي رسنۍ د حق او  باطل پر وړاندې د مبارزې او د دښمن د فکري او تبليغاتي جګړې پر وړاندې د مقابلې کولو تر ټولو غوره وسيله وبلله.
ښاغلي وثیق د عامه رسنيو او خبريالانو رول د افرادو په روزنه او د ټولنې په بيدارۍ کې اغېزناک وباله او ويې ويل: رسنۍ دي چې خلکو ته ذهنيت ورکوي او د نړۍ له تحولاتو يې خبروي.
په همدې مهال، د رسنيو يو شمېر استازو، خبريالانو او د ادارو مطبوعاتي مسوولينو خپلې هڅې او نشراتي فعاليتونه تشريح کړل او ورسره يې خپلې ستونزې او وړانديزونه هم مطرح کړل، چې مسؤولينو يې د حل ډاډ ورکړ.

۱۴۴۷/۵/۲۷ ھ ق

تازه ترین اخبار

Mon, Jun 22 2026 2:34 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Session

On Monday, 6 Muharram 1447 AH, the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, held its regular. . .

Mon, Jun 22 2026 11:51 AM
Background image

A one-day educational Seminar Held to Promote Reading and Study Culture

A one-day educational seminar to foster a culture of reading and study was held in the conference hall of the Kapisa Directorate of Information and Culture. The event was jointly. . .

Sat, Jun 20 2026 2:38 PM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Visits Renowned Afghan Writer and Researcher Ustad Mohammad Asif Samim

Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, visited the residency of the renowned Afghan writer, researcher, and literary. . .

BACK TO NEWS