بلخ لپاره د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د دفتر رئیس د اطلاعاتو او کلتور وزیر سره وکتل

wasim_admin
Wed, Dec 03 2025 10:51 AM
..

چهارشنبه ( ۱۲ د جمادی الثانية ۱۴۴۷) بلخ ولايت لپاره د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د دفتر رئیس میکایل تاش د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شيخ شيراحمد حقاني صاحب سره وکتل.
په پیل کې د بلخ د تیکا د دفتر رئیس میکایل تاش وزیر صاحب ته د یادې ادارې د فعالیتونو او پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: دا اداره په درېو ولایتونو کابل، هرات او مزارشریف کې دفترونه لري، چې د بلخ رياست د شمال زون د ۹ ولایتونو د چارو مسؤل دی، تر اوسه په شمالي ولایتونو کې نږدې ۷۰۰ پروژې  د سل مليونه ډالرو په ارزښت تطبیق او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي، چې په ټول هېواد کې دې ادارې له دوه زرو څخه زیاتې پروژې تطبیق کړي دي.
نوموړي د سلطان محمود غزنوي د مقبرې د انګړ د بیارغونې په اړه معلومات وړاندې کړل، یاده پروژه تازه بشپړه شوې، چې تېره اوونۍ پرانیستل شوه، ښاغلي تاش سلطان محمود غزنوي د دواړو هېوادونو د خلکو په منځ کې یوه تلپاتې څېره وبلله، تر څنګ يې د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د مولانا جلال‌الدین بلخي د پلار بهاءالدین ولد د خانقاه د بیا رغونې په اړه هم معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه، چې دوی له ۲۵ کلونو راهیسې د دې خانقاه د بیارغونې په هڅه کې دي، نوموړي دا کلتوري پروژه ډېره ارزښتمنه او حیاتي وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې دا پروژه به هم په راتلونکې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ شیراحمد حقاني صاحب د تیکا د بلخ دفتر رئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هېواد د کلتوري میراثونو د ساتنې او تاریخي آبداتو د ترمیم په برخه کې د یادې ادارې د هڅو ستاینه وکړه او د پروژو د بشپړولو او بریالي تطبیق لپاره يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار بهاءالدین ولد خانقاه په بلخ ولسوالۍ کې په شاوخوا ۳۱ جریبه ځمکه موقعیت لري او پلان دی، چې تیکا اداره به د ترکي متخصصینو په واسطه د دې خانقاه د بیارغونې کار په راتلونکې کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

۱۴۰۴/۹/۱۲ هـ ل

تازه ترین اخبار

Thu, Sep 10 2026 11:28 AM
Background image

Kabul Information and Culture Department Holds Coordination Meeting with Media Outlets

On 27 Rabi’ al-Awwal 1448 AH — The Department of Information and Culture in Kabul held a coordination meeting with officials and representatives of various media outlets, chaired by its. . .

Thu, Sep 10 2026 10:37 AM
Background image

Decree No. 13 on Prevention of Human Trafficking Explained in Jalrez District

Officials of the Information and Culture Directorate of Maidan Wardak Province explained Decree No. 13, issued by the Amir al-Mu’minin (May Allah protect him) on the prevention of human. . .

Tue, Sep 08 2026 3:45 PM
Background image

Commission Reviews Signage and Advertising Boards in Kabul’s 11th District

As part of its ongoing field activities, the Commission for the Improvement of Signage and Advertising Boards, affiliated with the Deputy Ministry of Publications Affairs of the. . .

BACK TO NEWS