د قمبرعلي بابا او شاه برهان آغا زیارتونه د تاريخي آبداتو په توګه ثبت شول
د ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست له لوري په جلال اباد ښار کې د تاریخي او لرغونو سیمو د ثبت لړۍ روانه ده، چې په لړ کې یې د قمبرعلي بابا او شاه برهان آغا زیارتونه د تاريخي آبداتو په توګه ثبت او کوردینات یې واخیستل شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو وویل: د قمبرعلي بابا زیارت د بلند غر بازار ترڅنګ موقعیت لري او د شاه برهان آغا زیارت د جلال آباد ښار اړوند اتمې ناحیې کې موقعیت لري، چې شاوخوا ۴۰۰ کاله تاریخي مخینه لري.
د مسؤلینو په وینا د دغو زیارتونو د لا ښې ساتنې په موخه به اړینې کړنې ترسره شي.
۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق
