فاریاب کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې کمېټې ناسته وکړه
د فاریاب اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د تاریخي آبداتو او سپېڅلو ځایونو د ساتنې کمېټې د تاریخي میراثونو د خوندي ساتنې په موخه ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د تاریخي آبداتو او سپېڅلو ځایونو د ساتنې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د تاریخي میراثونو ساتنه د هېواد د فرهنګي او تاریخي هویت مهمه برخه بلل کېږي.
دغه راز نوموړي د کمېټې له غړو وغوښتل چې د دغو آبداتو د ساتنې او د ناقانونه کیندنو د مخنیوي په برخه کې جدي پاملرنه وکړي او که هر ډول ناقانونه کړنې وویني، نو اړوندو ادارو ته دې خبر ورکړي.
همدارنګه په ناسته کې د تاریخي آبداتو د بیارغونې پر موضوع هم ټینګار وشو، د کمېټې غړو ژمنه وکړه، چې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره په خپلو غونډو او لیدنو کې به د دغو آبداتو د بیارغونې اهمیت یادونه وکړي او د دغو اثارو د ساتنې او بیا رغونې لپاره به د خلکو همکاري او ملاتړ هم جلب کړي.
۱۴۴۷/۹/۱۹ هـ ق
