د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته سفر وکړ

wasim_admin
Sun, May 03 2026 1:14 PM
..

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یو پلاوي په مشرۍ اندخوی ولسوالۍ ته د سفر په لړ کې د رسنیو مسؤلینو سره ولیدل او د اندخوی ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه یې لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د رسنیو مسؤلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او په ټولنه کې د عامه پوهاوي په برخه کې یې د هغوی پر مهم رول ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د عالیقدر امیرالـ...مؤمنین (حفظه الله) د (۱۷) ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوی) فرمان تشریح کړ او د رسنیو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د اغېزمنې اطلاع ‌رسانۍ له لارې خلک د دغه فرمان له محتوا څخه لا ښه خبر کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغه سفر په لړ کې د اندخوی ولسوالۍ د تاریخي آبداتو، د امام شمس‌الدین عامه کتابتون، سیاحتي شرکتونو، کتاب‌پلورنځیو او د اصنافو له لوایحو څخه هم لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړي د فرهنګي چارو د انسجام په موخه، د کتاب‌پلورنځیو د ثبت او راجستر بهیر پیل کړ.

۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sun, May 03 2026 1:59 PM
Background image

The Director of Information and Culture of Faryab, accompanied by a delegation, traveled to Andkhoy District.

During his visit, the Director met with media representatives and toured the public library of Andkhoy District. He urged media officials to be mindful of their responsibilities,. . .

Tue, Apr 28 2026 4:29 PM
Background image

Advisory Meeting of the Signage and Advertising Boards Reform Commission Held

Tuesday, 1405/2/8, an advisory meeting of the Signage and Advertising Boards Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Muhajir Farahi, Deputy Minister for Publications. . .

BACK TO NEWS