د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر نوی معین معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه

wasim_admin
Sun, Jul 26 2026 7:34 PM
...

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین په توګه ټاکل شوی، چې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني، د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت‌الله جمال، د خپرونو چارو معین ښاغلی مهاجر فراهي، د وزارت سلاکارانو، رئیسانو او د امارتي ادارو د مسؤلینو په شتون کې معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.

د غونډې په پیل کې د اسلامي امارت د چارو ادارې مرستیال مولوي سیف‌الدین تائب د نوي معین د تقرر حکم ګډونوالو ته ولوست او ویې ویل: په نظام کې بدلون او تبدیل یو اصل دی او دا ډول بدلونونه د چارو د لا ښه والي لپاره ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت بریا هم د اطاعت پر اصل ولاړه ده.

وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د فرهنګ او هنر د پخواني معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل: دا بدلون یوازې د چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه رامنځته شوی دی. ښاغلي حقاني همدارنګه د مسؤلیت‌پالنې او اطاعت د اهمیت په اړه خبرې وکړې او اړینې سپارښتنې یې وړاندې کړې.

دغه راز د فرهنګ او هنر نوي معین شیخ عبدالرحمن طیبي وویل: د اسلامي امارت د بریا اساس د مشرتابه اطاعت دی او هره پرېکړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري کېږي، د ټولو مسؤلینو او غړو له خوا په بشپړه توګه عملي کېږي.

ښاغلي طیبي د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له باور څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې ورسپارل شوی مسؤلیت به په پوره صداقت، ژمنتیا او د مسؤلیت په احساس سره  ترسره کړي. نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو مسؤلینو او کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د چارو د لا ښه پرمختګ او سمون لپاره ورسره پوره همکارۍ وکړي.

۱۴۴۸/۲/۱۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sun, Jul 26 2026 7:41 PM
Background image

Ministry of Information and Culture Introduces New Deputy Minister for Art and Culture

On the 11th of Safar, 1448 AH, Sheikh Abdul Rahman Tayyebi, the former Chancellor of Kandahar University, was appointed as the deputy minister for Art and Culture at the Ministry of. . .

Sat, Jul 25 2026 1:03 PM
Background image

Director of Public Libraries Visits the National Library of Malaysia

On 10 Safar 1448 AH, Dr. Rafiullah Samim, Director of Public Libraries at the Ministry of Information and Culture of the Islamic Emirate of Afghanistan, visited the National Library of. . .

Thu, Jul 23 2026 11:06 AM
Background image

Director of Public Libraries Meets with Officials of the National Library of Malaysia

On 8 Safar 1448 AH Dr. Rafiullah Samim, Director of Public Libraries at the Ministry of Information and Culture of the Islamic Emirate of Afghanistan, met with officials of the National. . .

BACK TO NEWS