د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

wasim_admin
Wed, Sep 09 2026 1:33 PM
..

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس د ځوانانو د فعالیتونو پر پیاوړتیا، د ورزشکارانو د ملاتړ او د اړوندو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ او ګډې همکارۍ خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
همدارنګه، د میربچه کوټ ولسوالۍ ولسوال د کابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو او د ځوانانو او ورزشکارانو له اتحادیې سره د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.
د کوهدامن ولسوالۍ د ورزشکارانو اتحادیې رئیس هم په خپلو خبرو کې د یادې اتحادیې تېرو فعالیتونو او خدمتونو ته اشاره وکړه او په یاده برخه کې یې د راتلونکو پلانونو یادؤنه او د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې ګډونوالو د ځوانانو او ورزشکارانو د ظرفیت لوړونې، د دوی د ستونزو حل او د ګډو فعالیتونو د تنظیم په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Sep 08 2026 3:45 PM
Background image

Commission Reviews Signage and Advertising Boards in Kabul’s 11th District

As part of its ongoing field activities, the Commission for the Improvement of Signage and Advertising Boards, affiliated with the Deputy Ministry of Publications Affairs of the. . .

Mon, Sep 07 2026 3:01 PM
Background image

Regular Meeting of the Book Review Commission Held

On Monday (24 Rabi’ al-Awwal 1448 AH), the regular meeting of the Book Review Commission, affiliated with the Deputy Ministry of Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

Sun, Sep 06 2026 9:10 AM
Background image

Deputy Minister for Culture and Arts Meets with Director General of Turquoise Mountain

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Culture and Arts at the Ministry of Information and Culture, met with Ms. Lian, Director General of Turquoise Mountain in Afghanistan,. . .

BACK TO NEWS