لوګر کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي کولو په موخه چاپي مواد وویشل شول  

wasim_admin
Thu, Oct 01 2026 1:10 PM
..

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، کتابچې، قلمونه او نور چاپي مواد چې د ناوړو ټولنیزو رواجونو د مخنیوي په موخه ترتیب شوي، د لوګر ولایت اوسېدونکو ته ووېشل شول او همدارنګه لسګونه معلوماتي بینرونه نصب شول.
دغو پروګرامونو په لړ کې، د چاپي مواد د وېش ترڅنګ، د یاد ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره د ۱۷مې ګڼې فرمان د اهمیت، د ناوړه ټولنیزو رواجونو په اصلاح کې د دغه فرمان د اغېزو او د اصیل فرهنګ په عامولو کې د عامه پوهاوي د رول په اړه خبرې وشوې او د هغوی نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
د لوګر اوسېدونکو د دغو پروګرامونو له ترسره کېدو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او دغه پروګرامونه یې د ناوړه رواجونو د اصلاح او د اصیلو ټولنیزو فرهنګونو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل.
ورته مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره د خبرو اترو دوام، د ناوړو رواجونو د لا ښه پېژندنې او د اصیلو ټولنیزو فرهنګونو د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزمن یاد کړل.

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

Thu, Oct 01 2026 1:22 PM
Background image

Public Awareness campaign on Decree No. 17 Held in Logar

On 18 Rabi’ al-Thani 1448 AH The Ministry of Information and Culture has distributed informational materials and installed dozens of banners in Logar Province as part of an ongoing. . .

Thu, Oct 01 2026 9:37 AM
Background image

Archaeologists’ Committee Reviews Archaeological Sites and Cultural Heritage Matters

On 17 Rabi’ al-Thani 1448 AH The Archaeologists’ Committee of the Ministry of Information and Culture held a meeting at the Archaeology Directorate to review the status of. . .

Tue, Sep 29 2026 2:51 PM
Background image

Consultative Meeting of Signage and Advertising Boards Reform Commission Held

The Signage and Advertising Boards Reform Commission of the Ministry of Information and Culture held a consultative meeting chaired by Mawlawi Muhajir Farahi, Deputy Minister for. . .

BACK TO NEWS