بلخ کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق، نشه‌یي توکو او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

wasim_admin
Sat, Oct 17 2026 11:13 AM
..

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د البرز علمي او فرهنګي ادارې لوري په یوې سترې ولسي غونډه کې د مشرتابه(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پر تطبیق، د نشه‌یي توکو د مخنیوي او د افغانستان اسلامي نظام څخه د ولسي ملاتړ پر اهمیت خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو د یاد فرمان د محتوا د عملي کولو، په ټولنه کې د عامه پوهاوي د کچې لوړولو، د نشه‌یي توکو د ناوړه اغېزو پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي نظام د ملاتړ په برخه کې د ولس پر مسؤولیتونو ټینګار وکړ.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د احکامو د عملي کېدو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د یاد فرمان د موخو د تحقق لپاره د عامه پوهاوي لوړول او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو همکاري اړینه ده. ښاغلي ضرار همدارنګه د نشه‌یي توکو د ناوړه پایلو په اړه د خلکو د پوهاوي پر زیاتوالي او د اسلامي نظام د ملاتړ په برخه کې د ولس پر رول ټینګار وکړ.
ورته مهال د بلخ ولایت یو شمېر دیني علماوو او قومي مشرانو هم د یاد فرمان د محتوا د تطبیق پر اهمیت خبرې وکړې او د نشه‌یي توکو د مخنیوي، د ټولنیزو مسؤولیتونو د ادا کولو او د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره یې د اسلامي نظام له مسوولينو سره د ولس پر همکارۍ ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۵/۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sat, Oct 17 2026 2:19 PM
Background image

Ministry of Information and Culture Holds Youth Seminar in Samangan

The Ministry of Information and Culture’s Director of Youth Affairs held a seminar titled “The Role of Youth in Strengthening the Islamic System” for around 200 young people during an. . .

Sat, Oct 17 2026 1:09 PM
Background image

Public Awareness Meeting Held in Balkh on Decree No. 17 and Drug Prevention

The Balkh Provincial Department of Information and Culture, in cooperation with the Alborz Scientific and Cultural Organization, held a large public gathering in Mazar-i-Sharif to. . .

Sat, Oct 17 2026 11:10 AM
Background image

Bakhtar News Agency head Visits Temporary Camp for Returnees in Kabul

Mawlawi Ehsanullah Hassan, head of Bakhtar News Agency and head of the Refugee Public Awareness Committee, and Mawlawi Shamsullah Zubair, head of the Kabul Provincial Department of. . .

BACK TO NEWS