نیمروز کې د اسلامي معلوماتو سيالي تر سره او غوره ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول

wasim_admin
Sat, Oct 24 2026 10:54 AM
..

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د ۵۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د اسلامي معلوماتو (عقايدو، سيرت او فقهې احکامو) سيالۍ ترسره شوه او لسګونه تنه ګډونوال یې د یوې غونډې په ترڅ کې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، د الرباط فکري او فرهنګي ادارې استازو، علمای کرامو، استادانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه سیالۍ د ځوانانو روزنې، د عامه پوهاوي او علمي ظرفيت لوړولو په موخه ترسره شوه، ښاغلي الهام ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د روزنې او علمي ظرفیت لوړولو په برخه کې به پوره هڅې وکړي.
په غونډې کې نورو ویناوالو هم د علم د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: هر انسان بايد خپل تاريخ، د ټولنې ستونزې او همداراز خپل مسؤلیت وپېژني، اسلامي شریعت د شرعي علومو ترڅنګ عصري علومو ته هم ځانګړی ارزښت ورکړی دی.
ویناوالو له ګډونوالو وغوښتل چې خپل وخت په بې ځایه مصروفیتونو کې تېر نه کړي او د خپل علمي ظرفیت لوړولو په برخه کې دې پوره هڅې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو لپ ټاپ کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو سیټ موبایل، دریم مقام ګټونکي ته یو لاسي ساعت او یو شمېرو نورو مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۸/۵/۱۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sat, Oct 24 2026 10:51 AM
Background image

Meeting Discusses Role of Cultural Heritage in Faryab’s Economic Development

The Ministry of Information and Culture’s Directorate of Public Culture, in cooperation with the Faryab Provincial Department of Information and Culture, held a meeting titled “The Role. . .

Thu, Oct 22 2026 11:36 AM
Background image

Kapisa Meeting Addresses Implementation of Decree No. 17 and Prevention of Drug and Human Trafficking

The Provincial Department of Information and Culture in Kapisa, in cooperation with the Tanweer Intellectual and Cultural Institution, held a public meeting in Hesa-ye Duwum Kohistan. . .

Thu, Oct 22 2026 10:21 AM
Background image

Seminar on Preventing Harmful Customs and False Beliefs Held in Laghman

A one-day seminar on “Preventing Harmful Customs and False Beliefs” was held in Laghman by the Al-Sarim Intellectual and Cultural Organization in cooperation with the Provincial. . .

BACK TO NEWS