د هېواد د جمهوررييس د لارښوونو د تعقيبولو په موخه ناسته جوړه شوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني د لارښوونو د تعقيبولو په موخه د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د هېواد د جمهوررييس د لارښوونې پر بنسټ، د فرهنګ د توليد په برخه کې بايد فرهنګي فکر رامنځته شي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بېلابېلو برخوکې د خدمتونو د وړاندې کولو کيفيت ته زياته پاملرنه وشي.
په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه پلاوي، د هېواد د جمهوررييس د لارښوونو د تحقق او د دغه وزارت د اړوندو بېلابېلو برخو د خدمتونو د وړاندې کولو د کيفيت د ښه والي په اړوند خپلې نظريې او طرحې وړاندې کړې.
د غونډې په پاى کې حسينې ساپۍ ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو معينان دې د هېواد د جمهوررييس د لارښوونو د تحقق لپاره د خپلو اړوندو برخو مشخصې طرحې او پيشنهادونه د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
کابل/ د مرغومي ١٤ مه/ باختر
