پوهاند محمد رسول باوري د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کړنې وستایلې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري د هېواد ختیځ ته په سفرکې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو شمېر رياستونو او د هېواد د ټولو ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان یې هم ملتیا کوي، د لغمان له اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په کتنه کې د یادې ادارې کړنې وستایلې.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې پوهاند باوري د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست فعاليتونه وستايل او له ټولو رييسانو يې وغوښتل چې له دغه ولايت څخه دې رغنيز او د يووالي پيغامونه له ځان سره يوسي، څو هغه بهرنيان چې افغانان نه يو ځای کېدونکی ولس ګڼي، هغوی ته ثابته شي چې افغانان نه بېلېدونکی او نه ماتېدونکی ولس دی.
تمه ده د پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ پلاوی به په دغه فرهنګي سفر کې چې موخه یې د حماسي شاعر ارواښاد ملنګ جان د زوکړې د ۱۰۵ کالیزې نمانځل او د جونکړې پرانيستل دي؛ د ننګرهار او کونړ له بېلابېلو سیمو څخه هم لېدنې وکړي.
کابل/ دسلواغې۲۴مه/ باختر
