محمدطاهر زهير : په هېواد کې دفرهنګي حالت دښه والي لپاره دقيق پروګرام جوړولو سم مديريت اودوامدارو هلوځلوته اړتيا ده

Anonymous (not verified)
Sun, Jun 14 2020 10:22 AM
محمدطاهر زهير : په هېواد کې دفرهنګي حالت دښه والي لپاره دقيق پروګرام جوړولو سم مديريت اودوامدارو هلوځلوته اړتيا ده


داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست اونوماند محمدطاهر زهير نن ددغه وزارت  دفرهنګي برخې  له مسوولينو سره په غونډه کې په فرهنګي برخه کې په پرله پسې  اودوامدارو هلوځلو ټينګاروکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دفرهنګ اوهنر معين پوهاندمحمد رسول باوري هم حاضر و ، دافغان فلم ، ملي ارشيف ، دخلکودفرهنګ ،عامه کتابتونونو ،تاريخي ابداتو،لرغونپوهنې ،هنرستان ، ملي تياتر ، موسيقۍ ،اودملي موزيم رييسانو هم په وار سره دخپلوبرياليتوبونو کارونو اودخپلوکارونوپه وړاندې دپرتوستونزو په باب معلومات ورکړل .
دوى دغه رازدچارو دښه والي او له ستونزوڅخه دوتلو په مقصد خپلې طرحې نظريې او پيشنهادونه داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له سرپرست سره شريک کړل .
اوخپلې مهمې ستونزې يې دبودجې اوتشکيل کمښت اودغه راز دددغوبنسټونودفترونوته دمناسب ځاى نشتوالى بيان کړل .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ددغه وزارت دفرهنګي برخې دمسوولينو کارونه او برياليتوبونه وستايل  اوخرګنده يې کړه  چې ټول دفرهنګي برخې  دکارکوونکوپه  توګه بايد  دهېواد دفرهنګي حالت  دښه والي په خاطر هلې ځلې وګړو.
هغه ټينګاروکړ چې په هېواد کې دفرهنګي حالت دښه والي او په دې برخه کې دستونزو دلرې کولو په خاطردقيق  پروګرام جوړونې ، سم مديريت او دوامداروهلوځلو ته  اړتيا ده .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست له دغو رييسانوڅخه وغوښتل چې خپلې نظريې اوپيشنهادونه  په ليکلي  ډول چمتوکړي چې له هغو څخه په استفادې سره ښه پروګرامونه ترلاس لاندې ونيول شي .


-کابل / دغبرګولې ٢٤مه / باختر

تازه ترین اخبار

Tue, Sep 29 2026 2:51 PM
Background image

Consultative Meeting of Signage and Advertising Boards Reform Commission Held

The Signage and Advertising Boards Reform Commission of the Ministry of Information and Culture held a consultative meeting chaired by Mawlawi Muhajir Farahi, Deputy Minister for. . .

Tue, Sep 29 2026 8:35 AM
Background image

Youth Affairs Directorate Signs Cooperation Agreements with Private Educational Institutions

 On 15 Rabi’ al-Thani 1448 AH The Youth Affairs Directorate of the Ministry of Information and Culture held a ceremony on Monday to recognize cooperating private universities and sign. . .

Mon, Sep 28 2026 3:01 PM
Background image

Book Review Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 15 Rabi’ al-Thani 1448 AH The Book Review Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting with the participation of the Commission’s members.
D. . .

BACK TO NEWS