د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام
د هېواد د تکړه خبریال نوید عظیمي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام
په خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د ملي راډیو تلویزیون تکړه خبریال نوید عظیمی د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد نوید عظیمي د خبریالۍ له مسوولیته ډکه دنده په باختر اطلاعاتي آژانس کې پيل کړه او بیا یې په ملي راډیو تلویزیون کې خپل مسلکي کار ته دوام ورکړ. له خپل مسلک او دندې سره یې مینه لرله او خلکو ته د دقیقو معلوماتو په وخت رسول یې خپل ستر مسوولیت باله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د نوید عظیمي مړینه ضایعه بولي، ارواښاد ته د فردوس جنت، د ده کورنۍ، خپلوانو، په ملي راډیو تلویزیون او باختر اطلاعاتي آژانس کې د ده همکارانو او همدارنګه د هېواد د رسنیو کورنۍ ټولو غړیو ته د زغم او صبر هیله کوي.
