د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
..

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: د دې سیمینار موخه د یاد فرمان د مادو تشریح او د ځوانانو د پوهاوي لوړول دي، ترڅو د ودونو، فاتحو او حج او عمرې په مراسمو کې د بې‌ځایه لګښتونو او ناسمو دودونو مخه ونیول شي.
مسؤلینو له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په خپلو کورنیو او ټولنو کې د عامه پوهاوي له لارې د دغه فرمان د پلي کولو او د ناسمو دودونو د له منځه وړلو په برخو کې فعاله ونډه واخلي.
ورته مهال د سیمینار ګډونوالو د داسې پروګرامونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې دوی به د ساده ژوند د دودولو، د اضافي لګښتونو د کمولو او د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د پوهاوي په خپرولو کې پوره همکاري وکړي.

۱۴۴۸/۱/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

برگزاری سیمینار آگاهی‌دهی درباره فرمان شماره ۱۷

 ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب سیمینار یک‌روزه آگاهی‌دهی پیرامون فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی را با حضور بیش از ۱۵۰ تن از جوانان این ولایت برگزار کرد.
مسوول. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۴
Background image

بررسی و نظارت کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از ناحیه هشتم شهر کابل

کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ از لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات از ساحه کارته‌نو ناحیه هشتم شهر کابل بررسی و نظارت کردند.
محترم قاری ولی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲۰
Background image

دیدار معین گرځندوی، مالی و اداری با مسوولان شرکت‌های سیاحتی، زیارتی و حج‌و‌عمره 

مولوی قدرت الله جمال معین گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ در دفتر کاری‌اش با مسوولان اتحادیه شرکت‌های سیاحتی، زیارتی و حج‌و‌عمره ولایت ننگرهار دیدار کرد.
در این دیدار، فضل. . .

BACK TO NEWS