د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو
د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: د دې سیمینار موخه د یاد فرمان د مادو تشریح او د ځوانانو د پوهاوي لوړول دي، ترڅو د ودونو، فاتحو او حج او عمرې په مراسمو کې د بېځایه لګښتونو او ناسمو دودونو مخه ونیول شي.
مسؤلینو له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په خپلو کورنیو او ټولنو کې د عامه پوهاوي له لارې د دغه فرمان د پلي کولو او د ناسمو دودونو د له منځه وړلو په برخو کې فعاله ونډه واخلي.
ورته مهال د سیمینار ګډونوالو د داسې پروګرامونو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې دوی به د ساده ژوند د دودولو، د اضافي لګښتونو د کمولو او د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د پوهاوي په خپرولو کې پوره همکاري وکړي.
۱۴۴۸/۱/۱ هـ ق