د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱۰
...

د پروان، هلمند او بامیانو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ جلا جلا ناستې وشوې.
دغې ناستې د رسنیو او ادارو ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او د رسنیو د فعالیتونو اړوند موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوې.
 د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د رسنیزې ټولنې ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د رسنیو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ زمینه برابره شوې ده او هڅې کېږي، چې د رسنیو او خبریالانو ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه وشي.
ورته مهال نورو ګډونوالو هم د عامه افکارو جوړولو او ساتلو کې د رسنیو رول مهم یاد کړ او ویې ویل: رسنۍ په ټولنه کې ستر مسؤلیت لري او خبریالان باید تر هر څه وړاندې له خپل وطن او خلکو سره رښتیني  واوسي.
ګډونوالو په دغه ولایتونو کې د رسنیزو فعالیتونو لپاره د برابرې شوې زمینې ستاینه وکړه او د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه یې خپل نظرونه شریک کړل، دوی همدارنګه د رسنیو د کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او د مسلکي وړتیاوو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په پای کې، ویاندویانو او د رسنیو استازو د رسنیزو فعالیتونو د ښه ‌والي او د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پراختیا په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم د ناستو له ګډونوالو سره شریک کړل.

۱۴۴۸/۵/۲۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با خبرنگاران، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران 

نشست‌های هماهنگی ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ ولایات پروان، هلمند و بامیان با خبرنگاران، مسوولان رسانه‌ها و سخن‌گویان ادارات امارتی راه‌اندازی کردند.
این نشست‌ها منظور گسترش همکاری‌ها،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۴۲
Background image

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هرات: کاشی‌سازی سنتی هرات؛ هنری که هنوز زنده است

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات می‌گویند که هنر کاشی‌سازی سنتی در این ولایت هم‌چنان ادامه دارد و روزانه حدود یک متر مربع کاشی دست‌ساز تولید می‌شود که ارزش آن تا یک هزار دالر می‌رسد.
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

سپردن شماری از آثار جهادی به موزیم مجاهد 

حاجی دوران باشنده ولسوالی دایمیرداد ولایت میدان‌وردگ آثاری جهادی(یک میل تفنگ‌چه مکروف، کمربند، پاج و یک جوره چپلق) پسرش شهید شفیع الله شرافت را به موزیم مجاهد ریاست اطلاعات و فرهنگ این. . .

BACK TO NEWS