کاپیسا کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Thu, Jun 18 2026 1:00 PM
..

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د دوی د ستونزو حل، له خبریالانو څخه ملاتړ او د اطلاع‌ رسونې چارو ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خلکو او نظام ترمنځ د باور، پوهاوي او همغږۍ په رامنځته کولو کې د رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل: رسنۍ د فکري ودې او عامه پوهاوي په زیاتوالي کې اغیزمن رول لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس زیاته کړه؛ د خبریالانو لپاره د کاري اسانتیاوو برابرول، معلوماتو ته پر وخت لاسرسی او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د بشپړې همغږۍ ساتل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، نوموړي د امارتي ادارو له ویاندویانو څخه وغوښتل چې کره، مسؤلانه او پر وخت معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
د غونډې په ترڅ کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل، هغوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ورته همغږیو غونډو جوړول ګټور وبلل او د داسې غونډو د دوامداره ترسره کېدو غوښتنه یې وکړه.
د غونډې په پای کې د ګډې همکارۍ او دوامداره همغږۍ پر اهمیت ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې د رسنیو ستونزو د حل، له خبریالانو څخه د ملاتړ او معلوماتو ته د لا اسانه لاسرسي د برابرولو لپاره به دا ډول غونډې دوام ومومي.

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

Thu, Jun 18 2026 12:47 PM
Background image

Senior Officials of the Ministry of Information and Culture Visit and Honor Ustad Habibullah Rafi

Senior officials of the Ministry of Information and Culture visited the residence of renowned Afghan scholar, historian, researcher, and writer Ustad Habibullah Rafi to inquire about. . .

Thu, Jun 18 2026 11:24 AM
Background image

Two-Day Art and Cultural Exhibition “Wesal-e-Hunar” Opens in Kabul

A two-day art and cultural exhibition titled “Wesal-e-Hunar” (Union of Art) was inaugurated at the Negaristan Department by the Directorate of Fine Arts, under the Deputy Ministry of. . .

Wed, Jun 17 2026 10:00 AM
Background image

Public Awareness Seminar on the 17th Decree Held in Faryab

The Faryab Directorate of Information and Culture organized a one-day public awareness seminar for dozens of young people on the 17th Decree of His Excellency Amir al-Mu’minin (May. . .

BACK TO NEWS