بدخشان کې د لرغونو آبداتو او تاریخي سیمو د ساتنې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۹
..

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د بېلابېلو امارتي ادارو استازو سره د تاریخي آبداتو د ویجاړېدو د مخنیوي او د فرهنګي میراثونو د ساتنې په موخه د همغږۍ میاشتنۍ ناسته وکړه. 
په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د اطلاعاتو آمر د تاریخي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې د اړوندو ادارو پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: د فرهنګي میراثونو د ساتنې قانون له مخې، د تاریخي آثارو په ساتنه کې ولسونه او امارتي ادارې ګډ مسؤلیت لري. د اطلاعاتو آمر د زیباک ولسوالۍ د (دیوانه ‌شاه) مقبرې د اورلګېدنې پېښې ته په اشارې، د داسې پېښو د تکرار د جدي مخنیوي غوښتنه وکړه.
دغه راز د ولایت مقام استازي وویل: د تاریخي آبداتو د ساتنې په موخه د لاښې همغږۍ په پار یوه مصوبه چمتو او ۲۸ ولسوالیو ته استول شوې ده، تر څو اړوندې ادارې د لرغونو آبداتو ساتنې په برخه کې خپل مسؤلیت په جدي ډول ترسره کړي، د ولایت مقام استازي زیاته کړه؛ چې د بدخشان تاریخي هویت د دې ولایت یوه مهمه شتمني ده او باید خوندي وساتل شي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري میراثونو د ساتنې مدیر وویل: د بدخشان جغرافیایي موقعیت، ملي او نړیوال شهرت د تاریخي ارزښتونو او لرغونو آثارو پر بنسټ ولاړ دی او هر کال له دغو سیمو څخه کورني او بهرني ګرځندویان او څیړونکي لیدنه کوي.

۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۳۲
Background image

د سیمه‌ییزو رسنیو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د سیمه‌ییزو رسنیو له استازو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ او پر وخت او کره معلوماتو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کوهبند ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کوهبند ولسوالۍ په لرغونو سیمو او تاریخي آبداتو کې د خپل‌سرو کیندنو د مخنیوي په موخه د دې ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره د همغږۍ ناسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۴۴
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل سره ولیدل 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل ښاغلی محمد صابر لطیفي سره وکتل.
په دې. . .

BACK TO NEWS