تخار کې لسګونه ځوانان د اقتصادي پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې له پروګرامونو څخه فارغ شول
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د اکتید مؤسسې اړوند د ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې له روزنیزو پروګرامونو څخه ۱۲۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیحالله انصاري وویل: د علم او پوهې زده کړه پر هر مسلمان فرض ده او ځوانان باید د عصري علومو او د وخت د اړتیا وړ مهارتونو په ترلاسه کولو سره د ټولنې د پرمختګ او د اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي انصاري زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ځوانانو د مهمو علومو او مهارتونو د زده کړې ملاتړ کوي او ځوانان د هېواد د راتلونکې ارزښتمنه پانګه ګڼي.
ورته مهال د اکتید مؤسسې رئیس نجیبالله سیال وویل: یادې مؤسسې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې فعالیت کړی او د کار بازار ته د اړتیا وړ مهارتونو د زده کړې زمینه یې برابره کړې ده. د نوموړي په وینا؛ ګډونوالو په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د انګلیسي ژبې، آزادې سوداګرۍ (فریلانسنګ) او ګرافیک ډیزاین په برخو کې اړینې زده کړې ترلاسه کړې دي.
۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق
