جوزجان کې د حکومت او رسنیو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۴۷
..

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له خوا د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د ستونزو د اورېدو او په دې ولایت کې د خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي رسنۍ د حکومت له مهمو بنسټونو څخه وبللې او ویې ویل: رسنۍ د نظام د لاسته راوړنو، خدمتونو او پروګرامونو په رښتینې انعکاس سره د خلکو د پوهاوي او د حکومت او ټولنې ترمنځ د باور په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري.
نوموړي د حکومت ځینو لاسته راوړنو ته په اشارې سره د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه، د خلکو او راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه او د پرمختیايي پروګرامونو پلي کول د ترسره شویو اقداماتو بېلګې وبللې او زیاته یې کړه، چې له دولتي ادارو سره د رسنیو مسؤلانه همکاري د ثبات، یووالي او د هېواد د پرمختګ په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیف‌الدین معتصم وویل: رسنۍ باید تل د حقایقو خپرولو، د مسلکي خبریالۍ اصولو مراعاتولو او د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره ژمنې پاتې شي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې له رسنیو او خبریالانو سره لازمه همکاري دوامداره وساتي.
ګډونوالو د ولایت مقام او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، د همکارۍ، همغږۍ او د رسنیو د مسؤلانه فعالیتونو د دوام ټینګار وکړ، ترڅو متوازن او مسلکي معلومات خلکو ته وړاندې شي.

۱۴۴۸/۱/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له یوولسمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د یوولسمې ناحیې د قلعه نجارا څلورلارې د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۴۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، کتاب پلورونکو او د مطبعو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي رائد په مشرۍ یو پلاوي پروان ولایت ته د سفر پرمهال د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، کتاب پلورونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۴۷
Background image

جوزجان کې د حکومت او رسنیو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له خوا د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د ستونزو د اورېدو او په دې ولایت کې د خبریالانو او د رسنیو د. . .

BACK TO NEWS