د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
...

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا ولي‌جان حمزه، یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو او د دغه ولایت د علماوو شورا له غړو سره وکتل.
د غزني والي د ازبکستان جمهوریت د ډیپلوماټیک پلاوي له سفر څخه مننه وکړه او ویې ویل: ا/ا/ا له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ازبکستان جمهوریت سره ګڼ فرهنګي، سیاسي او اقتصادي ګډ ارزښتونه لري او د اسلامي شریعت له مخې خپلو ټولو ژمنو ته ژمن دی.
همداراز، د ازبکستان د سفارت ډیپلوماټیک پلاوي غزني ولایت ته د سفر موخه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اسلامي او فرهنګي ګډو ارزښتونو پراختیا او د دغه ولایت د خلکو له عنعناتو او فرهنګ سره لا ډېره بلدتیا وبلله.
د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال او یاد پلاوي د دغه سفر په لړ کې د غزني ولایت له یو شمېر (د اسلامي نړۍ د نامتو شاعر حضرت حکیم سنایي غزنوي مقبره، د ابوریحان بیروني مقبره، د سومنات فاتح سلطان محمود غزنوي مقبره، د باباجي جومات او د غزني د منارونو سیمې) تاریخي ودانیو او ځایونو څخه هم لیدنه وکړه.
ورته مهال د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار د ازبکستان جمهوریت د ډیپلوماټیک پلاوي له سفر څخه د مننې ترڅنګ، د دغه ولایت د فرهنګي شخصیتونو او تاریخي ځایونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: غزني د افغانستان له تاریخي او لرغونو ولایتونو څخه دی او د غزنویانو سلطنت د اسلامي فتوحاتو په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
ښاغلی نثار غزني ولایت ته د ازبکستان جمهوریت د پلاوي سفر د سیاحت د صنعت په وده کې اغیزمن وباله او د غزني د خلکو او د ازبکستان جمهوریت د وګړو ترمنځ یې د فرهنګي ګډو ارزښتونو پر پراختیا ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۴/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS