د دولتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۴۷
..

د فاریاب ولایت د والي ملا محمد حنیف حمزه په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الدین محمدي په شتون کې د دولتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د فاریاب والي ملا محمد حنیف حمزه له خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د احکامو او فرامینو په خپرولو او د هغو د محتوا په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخو کې پوره هڅې وکړي. 
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د فاریاب په ولایت کې د زمري ۲۴ مې (د افغانستان د اسلامي امارت د فتحې او بریا) د پنځمې کلیزې د شاندارو مراسمو د جوړېدو په اړه راپور وړاندې کړ او د سیمه‌ییزو رسنیو او امارتي ادارو مسؤلینو له ترسره کړې همکارۍ څخه یې مننه وکړه.
نوموړي د خبریالانو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولایت کې د خبریالانو او د امارتي ادارو د مسؤلینو ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې.
ورته مهال یو شمېر خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د امنیت د ټینګښت او د ولایت د مقام له همکاریو څخه مننه وکړه او خپلې کاري ستونزې او ننګونې یې بیان کړې، چې د فاریاب والي د دغو ستونزو د حل په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۲۹
Background image

د غزني ولایت په دریو ولسوالیو کې علمي سیمینار وړاندې شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تېرو درېیو ورځو په لړ کې، د پوهني آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت قره باغ، ګیرو او ده یک ولسوالیو یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۵۷
Background image

محمدآغې ولسوالۍ کې له شاعرانو او لیکوالانو سره د همغږۍ  ناسته وشوه

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د محمدآغې ولسوالۍ اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت کې له ګڼ شمېر شاعرانو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د محمدآغې ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۴۷
Background image

د دولتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د فاریاب ولایت د والي ملا محمد حنیف حمزه په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الدین محمدي په شتون کې د دولتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د. . .

BACK TO NEWS